د بګرام تشېدل؛ له ویرې ډک زیری!

څومره خوند به یې کړای و کنه !؟
چې وطن ودان وای، موږ پر ځان بسیا وای، خوښي وای، امن وای، پرمختګونه وای ، نظام مو منظم وای، ځوان سرتیري مو هره ورځ نه وژلکیدای او حاکمیت مو بشپړ په ولکه کې وای او .... او بیا د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو جشن نمانځل کیدای! 

څومره خوند به یې کړای و کنه!؟
 چې موږ له یوه غمه له خلاصیدو سره سم په بل غم نه اوښتی، له بهرنیانو سره د جوړ نه راتلو په صورت کې د خپلو ترمنځ جوړ راتلای، دناټو نشتون زموږ د امنیت تضمین وای! او... او بیا مو د پوځي اډو د تشېدو خوش خبرۍ خپرولای!

څومره خوند به یې کړای و کنه!؟
چې موږ پر بهرنیو بې رحمه او پر یو بل مهربانه وای، دښمني مو یوازې له نورو سره وای او خپلو کې مو بې کچې مینه وای، د بهرنیو دفشار پرته مو له یو بل سره په مینه ژوند کولای او.... او بیا مو د بهرنیو ځواکونو د ویستلو بریا نمانځلي وای! 

څومره خوند به یې کړای و کنه!؟
چې ټول حالات سم وای، د هغوی له وتلو وروسته مو د یو بل د وینو څښلو تنده نه ساتلی، چې زړونه او نیتونه مو وطن ته پاک وای او دخاورې سره د خیانت پر وړاندې مو ضمیر او وجدان ویښ وای او... او بیا د وطن د یو ځل بیا ازادیدو او د امریکا له غمه د بېغمه کیدوخوښي په ډاډه زړه لیدل کیدای او د خپلې خاورې د خپلواکۍ فضا او هوا حس کیدای!
خو؛
اوس په مات زړه، په بې خونده لهجه او د نامالوم راتلونکي له ویرې سره د امریکايي ځواکونو د وتلو خبرونه خپروو.

زه پوهیږم ، موږ هر یو په ښکاره دا خوشالي ګڼو چې امریکايي ځواکونه مو وطن پریږدي او خاوره مو بیا د امریکایي پوځ له بدرنګو څیرواو ناپاکو قدمونو پاکیږي خو پټ په زړه کې د هغه توپان ویره پالو چې دا نیمه سلیزه یې ترخې سیلۍ زموږ د وجود هډوکي او اندامونهسوځولي او لا به خدای مه کړه، دوام وکړي.