زوی ته لیک ‎‎

زویه! زه ستا له څیرې او حیرانو سترګو چې نوې نړۍ ته پرې ګورې، ډېر حیران یم، ته د هغه نسل ملګری همزولی یې چې د ګونګراتلونکي ژبه به یې تر اوږدو کلونو ګویانه نه شي، ته د هغه ورک نسل هم مهاله پیدا یې چې نه خو یې سترګې خوب لري او نه ذهن ارام! 

پوهیږم، ټول به درته یوه ورځ ووایي چې دا څه وخت و او ته په کومه خاوره وزیږدې او خپله به هم پوه شوی یې، ستا او ستا د همزولو نسل زموږ له کهول هم زیات د پریشانۍ ماحول ته راغی. ښه راغلاست خو دا داسې وخت دی چې هیڅ پلار خپل بچي ته د ښې راتلونکې اوغوره ژوند ژمنه او هیله نشي ورکولای. ته د یوې داسې خاورې اوسیدونکی کیږې چې له درد او ټپ یې نور هیڅ نه دي تجربه کړي، اتلانیې د خپل ورور په سترګو ویستلو او تبعید اتلان شوي دي، په راکټونو او‌ سترو توغندیو یې له یو بل غچ اخیستی او خپلو کې د یو بل پهوینو لړلو اتلان یادیږي. خو بیا هم د مقتول کورنۍ د قاتل د بیرغ جنډه په لاس د هغه پسې روان وي، ته به ددې معقولې په مانا هم پوه شېچې نه خو دلته رمه هوښیاره شوې او نه ددې ځای لیوان ماړه دي.

جماله زویه! ته د عجایبو دور کې پیدا یې، هغه دور چې زده کړه پکې مباح او تیارو ته د یو بل نسل راښکل ثواب ګڼل کیږي، خو څوک غږهم نشي کولای چې د خپل اواز زندۍ به یې پخپله غاړه کې پرته پاتې شي. 

ما، موږ یوه هم دا نه غوښتل چې ته دې دا ووینې، هیڅ پلار یې نه غواړي. خو بد وخت کې راغلې، موږ د شل کلن وین‌لړلي پړاو پاتې شوني یو  چې له خونخوارۍ پرته پکې لږ د پرمختګ څرک لیدل کیده، تاسې هغه هم له لاسه ورکړی.. اوس زما ماشومتوب ستا پهماشومتوب کې تکراریږي او موږ ټول د تاریخ دې کانې ته بس په غټو غټو ګورو.

زه نه پوهیږم، خدای په هرڅه پوه دی خو دومره ده چې ستا ژوند هم د تېرو درېو عمر خوړلیو نسلونو په څېر وینم او درته نه شم ویلی چېهرڅه به سم شي، ځکه هره خبره منطقي او معقول لامل ته اړتیا لري او دلته د روغ ژوند لاملونه د حالاتو د منفي انرژي ګانو قرباني دي.

له جګړو د نه ستړي کیدوونکو خلکو ټاټوبي ته ښه راغلې، ستا او ستا د همزولي نسل برکت دې پر وطن پریوځي!