تاریخي غلام له خپل باداره څه غواړي؟

پاکستان چې کله هم ځان په خطر کې لیدلی د خلاصون غوره لار یې دا ګڼلې چې د مقابل د ګواښ د دفعې لپاره د بدیلونو لټه وکړي.

تازه چې امریکا پاکستان د ملګرتیا له لیست ویستلی او له ترهګرو د مالي ملاتړ په خړ لیست کې یې شامل کړی بیا یې د زرنګې پیشو په څیر یې هر لور ته لاس اچول پیل کړي دي.

اسلام اباد له امریکا سره د اړیکو له خرابیدو وروسته مسکو ته مایل شوی او له هغوی سره د خپلو زړو اړیکو تازه کول او بیا نوي کول غواړي.
د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې د ټرمپ په واکمنۍ کې وروسته له هغې خرابې شوې چې څو ځل یې له پاکستاني لوري وغوښتل چې د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي خو هغوی یې په تړاو بې تفاوتي وښوده.

د پاکستان پر ضد ټرمپ له ګواښ وروسته لومړی اقدام دا وکړ چې مرستې یې پرې وځنډولې او بیا یې د ترهګرو له ملاتړو هیوادونو په تور او خړ لیست کې شامل کړ.

پاکستان چې ټولې لارې یې پر ځان تړلې ولیدې او ځان یې په انزوا کې وګڼه نو روسیه یې د امریکا لپاره ښه بدیل وموند او هغوی ته یې ځان نږدې کړ.

روسیې هم بیا د داعش له راتلونکي خطر د خپل ځان د ژغورلو او پر امریکا د یو شمیر سیاسي او امنیتي فشارونو په موخه پاکستان سره د اړیکو نږدیوالی غوره بللی دی.

که څه هم روسیه دې فشارونو ته بل رنګ ورکوي او د سیمې امنیت لپاره پاکستان سره خپلې اړیکې مهمې بولي خو خبرې سل او سر یې هماغه یو، ځکه وړاندینه کیږي چې داعش به د افغانستان له لارې روسیې ته لار پیدا کړي او دا روسیې ته له هیواده بهر د داعش ځپلو لپاره ښه فرصت دی چې پر پاکستان یې وځپي.

پاکستان ته د سرګي لاوروف له راتګ نیولې بیا مسکو ته د خواجه اصف سفر او بیا په پیښور کې د روسیې کونسلګرۍ پرانیستل ټول د هماغې لړۍ کړۍ دي.

پاکستان بیا له طالبانو سره مذاکرات ممکن بولي خو هغوی هم د داعش پر ځپلو ټینګار کوي او خواجه اصف وايي؛ داعش د هیچا خبره نه اوري او نه یې مني نو ښه ده چې جګړه ورسره وشي.

پاکستان چې په سیمه کې د ترهګرۍ کلک ملاتړی دی د طالبانو د کنټرول واک او اختیار لري او کولای شي د داعش پر وړاندې یې وکاروي چې دا خبره روسیې ښه درک کړې ده.

امریکا چې د پاکستان له ملاتړ لاس واخیست پاکستان ته د روسي چارواکو د تګ راتګ ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ یو شمیر تړونونه هم لاسلیک شول او د سیمې د کنټرول پر سر خبرې او بحثونه پیل شول.

خو که له بل لوري ورته وګورو نو د پاکستان دا له چل ول ډک حرکات هم بې اغیز نه دي ځکه پر دې امریکا ته ښيي چې که هغه یې لاسنیوی پریږدي نور ملګري هم پیدا کولای شي.

امریکا تیره ورځ د لوړ پوړو چارواکو یو پلاوی اسلام اباد ته استولی چې د دغه پلاوي پر مټ به له پاکستان سره اړیکې بیا ورغوي خو دا به وروسته مالومیږي چې دا کار له خپله ډاره کوي او که کومه بله سیاسي لوبه یې زړه کې ده.

امریکا ورسره دا شرط هم ایښی چې که له پاکستاني لوري د ترهګرو د مالي ملاتړ د کمیدو یو څرک هم وګوري له هغوی سره به اړیکې بیرته ښې کړي خو ګومانونه دا دي چې پاکستان د ترهګرو په شتون کې خپله بقا ګوري او د هغوی له مادي او معنوي ملاتړ به لاس وانخلي.

امکان لري چې امریکا د روسیې او پاکستان له نږدیوالي ډار پیدا کړی وي او اندیښنه یې دا وي چې که چین هم د پاکستان په ملاتړ راپورته شي نو سپینې ماڼۍ ته په سیمه کې ستر سرخوږی جوړولای شي.