خواره - واره واټس اپي ګروپونه په حضوري مبارزې بدل او  رېښتنې مبارزه وکړئ


اوس وخت کې هېواد له يو ډېر بد وضعيت تېرېږي. خونړۍ جګړه، بې کاري، د خلکو بد اقتصادي وضعيت، له هېواده د ځوانانو تېښته او کرونا وبا؛ افغانان له ستوني نېولي دي‌. هره ورځ په سلګونه افغانان وژل کيږي او د هېواد په شته نفوس د يتيمانو، کونډو، بې وزله او معيوبينو شمېر ورزياتيږي‌. حکومت دا مسووليت لري چې شته وضعيت کنټرول کړي او په رېښتنې مانا هېواد ژغورنه وکړي. 
 
د افغانستان په څېر هېواد کې چې حکومت هم له فساد او سياسي کړکېچونو ډک دی، د هيلو سترګې د ټولنې وېښې او هېوادپاله طبقې ته اوړي. اوس وخت کې د ټولنې ویښه برخه لوستي او نور هېوادپاله ځوانان دي‌. دا څرګنده ده چې د ټولنې ویښه برخه اوس د تېر په څېر پراخه او ډېره حساسه ده، خو له بده مرغه چې وضعيت ته په کتو دومره فعاله او ګړندۍ نه ده، څومره چې ورته اړتيا ده. 
 
که څه هم هر افغان له شته وضعيت ځوريږي او پرې درديږي، خو بيا هم يو څه د شته وضعيت په اړه بې تفاوته دي. پر ټولنیزو رسنیو او فېسبوک د ځوانانو احساسات هيله بخښونکي او د ستاينې وړ دي خو وضعيت داسې دی، چې يوازې په دې ډول غبرګونونو، احساسات ښوودلو او اندېښنو هيڅ درد نه دوا کيږي. 
 
که زه خپلې خاطرې ووايم نو د فېسبوک پر پاڼه د خلکو هېوادنۍ مينه او پر هرې بد پېښې د اخ اخ چیغې انسان لارنور ځيګر وينې کوي. همدا ډول پر واټس اپ کې لسګونه ګروپونه شته دي چې زه هم په کې غړی يم او په هر ګروپ کې چيغې د بدلون، سمون، مبارزې او پاڅون دي. دا هر څه د ستاينې دي خو په ورته د ځوانانو مبارزه واټس اپي، فېسبوکي او پر ټولنيزو رسنيو کې محدوده شوې ده.
 
د جګړې پر ضد د طالبانو او حکومت پر وړاندې درېدل، تر وسې د کاري فرصتونو رامنځته کول او په حکومتي چاپیریال کې د دندو برخه د فساد پر وړاندې مبارزه، قومي او ژبني تعصبونو څخه د کرکې فکر خپرول، زده کړو ته هڅول او د زده کړو برخه داوطلبه همکاري، د رهبر په نوم د مسفد او جنګ غوښتونکي مشر له اطاعت بغاوت کول، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د شته ناخوالو او تاوتريخوالو ماتول او مخه نېول؛ داسې نورې لسګونه بدبختۍ په افغاني ټولنه کې شته دي، چې د ځوانان او هېوادپاله فعال مبارزه کوونکي به يې پر وړاندې دریږي. 
 
پر ناوړه پېښې د اخ ويل او د فېسبوک پروفايل تور کول؛  درد دوا کولی نه شي او نه هم حل لار دا ده چې د لوړپوړو حکومتيانو په ډول د غندې کلمې سره کتار کړو. که د ظالم لاس په مرونډ کې د مظلوم پر وړاندې نه شو  نېولی خو لږ تر لږه دا خو کولی شو، چې را ميدان ته شو او هغه ناخوالې بربنډې او مخه يې ونېسو چې زموږ په وس کې دي. 
 
د يو افغان په توګه مي هيله او غوښتنه دا ده چې لومړی  بايد شته د مجازي نړۍ حرکتونه په واقعي حرکتونو بدل شي. مطلب دا چې لږ تر لږه بايد د شته ناخوالو په اړه ويښ او لیواله ملګري سره مخامخ ناستې ولرو او د برنامو په منظم کولو سره حرکتونه منسجم کړو. 
 
بل به دا غوره وي چې په لسګونه وړې ټولنې او خوځښتونه سره يو کړو او له لارې يې د يوې غښتلې هستې په ډول رامنځته کړو.