انګلېسي لېکنه کې د ټکي اېښودنې (punctuation) پنځه تېروتنې

۱- د نقل - قول نښې يا Quotation Marks ناسمه کارونه: 
که چېرې په يو پراګراف يا د جملې په يوې برخې کې مستقيم نقل - قول يا Quotation نه وي راغلی، نو د Quotation Marks  کارونه ناسمه ده. 
بېلګه: We offer the ‘best price in town’! دا ناسمه جمله ده. best price in town کوم نقل - قول نه دی، نو په Quotation Marks کې بندونه يې نه ده په کار. 

۲- د غږيزې ډېره کارونه Excess Exclamation: 
هڅه بايد په دې وشي، چې ندايې نښه/غږيزه يا Exclamation marks په سمو ځايونو کې کارول شي. Exclamation marks  هلته راوړئ چېرته چې په رېښتيا سره غواړئ د لوستونکي توجه جلب کړئ او عمومي اصل دا دی چې Exclamation marks  د يو پراګراف د وروستۍ جملې اخير کې راځي. 
بېلګه: Our products are the best! They really work! Get yours today!
پورته جمله کې درې ځلې غږيزې راغلې دي، چې يوازې يوه وروستۍ يې بسنه کوي. 

۳- د هايفن Hyphen (-): 
Hyphen دغه (-) کوچنۍ کرښې ته وايي چې د دوه کلمو ترمنځ کارول کيږي خو له هايفن وړاندې او وروسته کلمو ته فاصله نه ورکول کيږي. Hyphen دغه کلمو ترمنځ استعمال کړی چې دواړه يوه مانا ورکوي او ډېر وخت Hyphen  (-) هلته استعماليږي چې له دوه کلمو يوه کلمه او هغه هم ستاينوم يا صفت جوړ کړي. 
بېلګه: Our products are built with high-grade steel.
پورته جمله کې  د high او grade له دوه کلمو د (-) د په مرسته يو کلمه جوړه شوې ده او هغه هم ستاينوم دی. 

۴- ډش Dash (–): 
ډش بيا هايفن  ته ورته دی خو يو څه توپير يې په منځ کې شتون لري. ډش هم د دوه کلمو ترمنځ راځي؛ له هايفن ډش اوږد وي او هر کله چې ډش استعماليږي نو له وړاندې او وروسته کلمو به واټن ورکول کيږي. د ډش کارونه په هغه وخت کې ده چې تاسې د يوې جملې دننه له يو خبره بشپړه او بيا غواړی بل خبره پيل کړې نو دغه دوه توپيري ايډياوې به په دش سره بېلوئ. 
بېلګه: I prefer chocolate milk – it’s tastier than plain milk.
پورته بېلګه دوه جملې نه دي بلکې د يوې جملې دنده دوه ايډياوې دي چې د ډش په وسيله سره بلې شوې دي. 

۵- د ټکي اېښوودنې يا punctuation برخه يوه بله تېروتنه دا ده چې ټکي (.)، سواليه (؟) او غږيزه (!)، چې د جملې په پای ې راځي او جمله نقل -  قول وي نو بيا دغه درې نښې له قوس بهر لېکل کيږي. سمه بڼه يې دا ده چې ټکي اېښوودنه په خپله د جملې برخه ده چې بايد د قوسونو دننه ولېکل شي. 
بېلګه: 
ناسم: ?“What time is it”
سم: “?What time is it”