مشــر ورور یې په تُنــده لهــجه ورته کا:
ـ ولـې د رشقې لـــو ته نه یې تللی؟
کشر ورور یې چې نیم ژبی، ساده او خلکو به ورته لېونی ویل، د خپلې مور له څنګ سره ودرېد بیا یې وویل:
ــ ژم ژم، ملیج وم، کولان ده.....(ځم ځم، مریض وم، قرآن ده)
خپل لېونی ورور یې پر پښه په چاړه وواهه، تکه توره شپه وه، لېوني سړي منډې وهلې ..
ساه يې لنډه لنډه کېده، يو ځای ولوېد، بېرته پورته شو، پښې يې بېسېکه وې، خیرنې څڼې، زړه سپینه خولۍ یې پر سر وه، یوځل ودرېد، شا ته یې وکتل، چې مشر لالا یې ورپسې دی..
بیا یې څو ګړندي ګامونه واخيستل، پښه يې د دوو تيږو تر منځ بنده شوه، پړمخې پرېووت، له خولې يې لاړې وبهېدې، د والړېدو سېک يې نه ليدو، يوې ټيټې ونې ته ور وښوېد، د ونې تنې ته يې څنګ ولګاوه، غوږونه يې څک کړل، چوپه چوپتيا وه، چرچرک نارې وهلې..
سړي سړه ساه واخيسته، آسمان ته یې وکتل، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، په ژړوغوني غږ یې وویل: ادې! پخــه(پښه) مې درد کا ..
بیا یوه شېبه غلی ناست و، خوا يې راګرځېده. ټوخي واخيست، خولې ته يې لاس ونيو، ساه يې تر پزې راووته. څو ګامه يې واخيستل، پښې يې درنې وې، وينه يې ورانه ته ورسېده، وروسته يې ښی بوټ هم لوند شو، ټول بدن يې لړزېده..
سر يې وځړېد، زړه يې ولړزېد، لاسونو ته یې نږدې تور بوټونه ښکاره شول، د يوچا لمن يې پر مخ ولګېده، پاس يې وکتل، یو تور رنګه بنیادم چې لاس کې یې تبر دی، خوله کې یـې غاښونه سپین سپین مالومېږي، ور نږدې شو...
تبر په شدت ټيټ شو، د سړي په غاړه کې څړيکه
شوه، پر سترګو يې تياره راغله، کيڼ اړخ ته ړنګ شو، وينو داره وکړه........!
وروستي