نیمګړی ژوند

موبایل ته یې وکتل د شپې دوه نیمې بجې وې، تلیفون یې بیرته کیښود او په سـوچ وړي انداز یې وویل: هـــۍ هـــۍ غریبۍ!

سهـــار په بیړه جـــګ شو، په کار بکس کې یې د مسافـــرۍ جامې واچوې، له اوږدې ټـوخلې وروسته یې کوچنی زوی په غېږ کې ټینـګ ونیو او بیا یې د پــلاستیکي موټرانو وعــده ورکړه.

له جیبه یې دستمال را وایست اوښکې یې پرې وچې کړې په چـــاودلو شنډو یې وویل: ښځې!  زوی مې ښکلوه چې خیرن نه شي.

خبرې ډېرې وې خو ما ورته همدومره وویل، خیر دی چېرته ځې؟ سوړ اوسلی یې وکیښ د اولاد نفقه یې یاده کړه.

له کړکۍ نه ښکارېدو، د سرک پر غاړه په شنه یخ کې د سفر موټر ته ناست و. جمعه وه موټر ناوخته راغی، دروازه یې په یخو ګــوتو ډېره په سخـتۍ پرانستله، له ماتـــې شیشې یې لاس پورته کړ او لاړ ......

اول ځـل مې له خــپلې غریبۍ نه ګیله وشوه، وژړېدم ښه وژړېدم د ژوند ناخوالې مې رایاد شوې. 

دوه کـــاله پوره شول، د خـــاوند مــې حال او احـــوال نه ښکارېدو،د ګاونډ له ښځو به مې وپوښتل خو هیچا یې په اړه څه نه ویل.

د کور کارونه مې وکړل ډېره ستړې شوم، کــوټې ته راغلم سترګـې مې دخوب په تلوسه نه وې پټــــې چـې بېرون د غږونو ګڼه ګوڼه او ژړا اورېدل کېږي.

له لږ ځنډ ورسته چېغې ورو ورو زموږ کلا ته نږدې شوې، زه یوه وېرونـکي سوچ اخستیې وم چې دروازه ټــک ټــک شوه.

کوچنـی زوی په ټوپـونو او بازیو ورغـی، خـو کلیوال سړي یودم په غږ کې ټینګ کړ، او دپلار دشهادت زېری یې ورکـړ.

له هغې ورځې راهیسې هـغه کړکۍ بنده ده او پـرده یې نه ده بېرته شوې چې د سرک غاړه ترې ښکارېده.

زه کونډه ..
ژوند نیمګړی ..