الـــوتکه او سلـګۍ

 سهار لــه نرۍ توشکې پورته شوم، سلګۍ مې ډېره ویــاده شوه، ترنګ ترنګ ....... موبایل یې پورته کړ.

ویل؛ اې ځیــرکه! په یوه میاشت کې نو زنګ وي؟ 
ماویل؛ تیلېـفون کې کارت نه و، نن مې له ملګري پیسې پور کړې. 
ـــ له زړه زړه یې په موبایل کې وخندل ویل ټوکې کوم، چې ته ژوندی وې خـدای مهربانه دی، لـه نیږدې به دیدن وشي. 

پوره شل دقیقې دواړو خـبرې وکړې، اخــــر کې یې وویل؛ کاش! هغه شپه راشي چې زما منګلولې په نکریزو سرې وي او ته راته د مینې کیسې کوې، نــور موبایل قطع شو.......! 
 
څو ورځې ورسته کلیــوال وطن ته روان شول، ټولو ملګرو  کورنیو ته ډالۍ اخیستې، مــاهم سلګۍ ته یوه جوړه ارزانه لښتۍ برابرې کړې.

زنګ مې ورته وکړ خو نمبر یې بند و، ما ویل ممکن تیلېفون یې خراب شوی وي، څلور ورځې پــوره شوې د سلګۍ حال او احوال نه ښکارېدو.

د سلګۍ ټوکې، مستۍ، نــاز او نخرې راته مخې مخې ته کـېدې، له زړه مې سلګۍ نه هېرده .......
ورځې همداسې تېردې، د سلګـــۍ هیڅ درک نه و. یوه ورځ مې صبر پای وموند، مور ته مې زنګ وکړ، د سلګۍ پوښتنه مې ترې وکړه ویل زوی جانه! سوچونه مه وهـــه سلګۍ جوړه او روغــه ده.

مورته په ژړا شوم زارۍ مې ورته وکړې چې دومره ووایه سلګۍ مړه ده که ژوندۍ؟
 خو مور بیا وویل زویه لېونتوب مه کوه! سلګۍ ژوندۍ ده یواځې ستا د راتګ لارې څاري.
 قسم مې ورکړ مـاویل خیر دی رښتیا ووایه! د سلګـــۍ موبایل ولې بنـــــد دی؟
مور له واره په ژړاه شوه، ساه یې بنــده بنــده کېده،غـږ یې ځـورونکی و.
 ویل زویــه! کــومه ورځ چې تا او سلګـۍ تیلېفوني خبرې وکړې، په همدې شپه امریکایي ړندې الوتکې ګلالۍ نازولې سلګۍ په شهادت ورسوه.
 سلګۍ د نکــریزو ارمان قبر ته یوړ...!