د ژر انزال يا premature ejaculation د روحي او بيالوژيکي لاملونو او همدا ډول د يو شمېر طعبيي او طبي درملو په اړه د همدې لېکنې په لومړۍ، دويمې او درېيمې برخو کې مالومات در سره شريک شول. په څلورمې او وروستۍ برخه کې پنځه هغه طريقې او تمرينونه زده کړئ، چې پرته له دې چې ډاکټر ته لاړ شئ او يا هم دوا وخورئ، دغه ناروغي به له منځه پرې لاړه شي.
۱- د وقفې ضربې تخنیک Pause-squeeze technique:
هغه مهال چې خاوند پوهه شي چې جنسي انزال ته رسيږي، نو د يو ثانيو لپاره دې ارام شي. هڅه دي وکړي چې حرکت تر سره نه کړي. فکر دې بدل کړي او له فزيکي حرکتونو دې ډډه وکړي. په دې تخنيک سره حساسيت کميږي او ژر انزال نه رامنځ ته کيږي. squeeze فشار ته وايي، Pause-squeeze technique په دې مانا چې د فزيکي حرکتونو په ځنډ سره فشار د يوې لنډې مودې لپاره درول کيږي.
۲- د پيل او پای تخنيک Stop-start technique:
دا طريقه هم پورته لومړۍ طريقې ته ورته ده. په انګلېسي کې ورته orgasm control هم وايي؛ په دې مانا چې هرکله پوهه شئ چې جنسي انزال ته رسېږئ او مني بهر کيږي، نو ژر جنسي اړيکه بس کړئ. د يو څو دقيقو لپاره ارام شئ او بيا يې پيل کړئ. په دې سره د نارينه د تناسلي آلې عضلې داسې عادت کيږي، چې غښتلتيا پيدا کوي او اوج ته د رسېدو پر مهال مني ژر نه بهر کيږي.
۳- د خاصرې لګن د عضلو تمرين Pelvic floor exercises:
دا تمرين په لاندې ډول تر سره کړئ:
- هر کله چې رڼې متيازې يا ادرار کوئ، نو د خاصرې لګن عضلې مو سختې کړئ؛ مطلب دا چې د يو څو ثانيو لپاره ادرار بند کړئ او بيا يې وکړئ. په هر ځل رڼو متيازو کولو سره لس ځلې دا تمرين وکړ او په يوې ورځ کې درې ځلې.
- له ادرار پرته هم، کله چې ناست وئ او يا هم قدم وهئ د څو ثانيو لپاره مو د خاصرې لګن پر عضلو فشار راوړی او ټينګې يې کړئ.
- هغه مهال چې دا تخنيک پلی کوئ، نو پام ورته وکړئ او ژوره ساه هم واخلئ.
۴- اوج ته د رسېدو کنټرول کوونکی کاندوم وکاروئ Climax control condoms:
هغه کاندوم condoms چې د حمل د مخنيوي لپاره کارول کيږي د ژر انزال په مخنېوي کې هم اغېزمن دي. که چېرې د جنسي کوروالي په وخت کې د نارينه پر تناسلي آلې ياد کاندوم condoms واغوستل شي نو د تناسلي آلې پر پوستکي يو بل پوښ جوړ شوی او ډېر حساسيت په دې سره کميږي.
۵- په لاس سره د مني بهر کول Masturbation:
که څه هم د اسلام په مبارک دين له ځان سره جنسي اړيکې تر سره کول چې يو ډول يې په خپله د مني بهر کول دي، ناروا عمل دی، خو د ژر انزال د درملنې يو طبي درملنه دا هم ښوودل کيږي. مخکې له دې چې ښځه او خاوند سره جنسي کوروالی وکړي، نو که چېرې خاوند له جنسي اړيکو يو يا دوه ساعت مخکې خپل مني بهر کړي او بيا کوروالي وکړي نو حساسيت به کم شوی وي او ژر انزال به نه رامنځ ته کيږي.
وروستي