په پښتو ژبه کې د شفاهي ادبیاتو ارزښت     

شفاهي ادبیات هغه ادبیات دي، چې د ولس له خوا په شفاهي ډول را منځته شوي او له یوه نسل څخه بل نسل ته سینه په سینه او یا هم خوله په خوله انتقال شي. 
دا چې د دې ادبیاتو مخینه په پښتو ژبه کې تر لیکلو ادبیاتو زیاته ده، په همدې ډول دا ادبیات په پښتو ژبه کې ډېر ارزښت هم لري. دا چې د شفاهي ادبیاتو ارزښت په پښتو ادبیاتو کې څه دی او ولې ارزښت لري په دې لیکنه کې یې د ارزښت لاملونه و ولولئ. 

د شفاهي ادبیاتو د ارزښت یو لامل دا ده، چې دا ادبیات د پښتو ژبې او ادب تاریخي قدامت موږ ته څرګندوي. په دې ژبه کې د لیکلو ادبیاتو پخوانۍ سرچینې موږ په لاس کې نه لرو، چې موږ ته د پښتو ژبې او ادب قدامت څرګند کړي، نو همدا نا لیکلي ادبیات دي، چې موږ ته زموږ د ژبې او ادب تاریخي قدامت څرګندوي. 

بل دا چې شفاهي ادبیات هغه ادبیات دي، چې په ریښتینې احساس سره را منځته شوي. د پښتو ژبې شفاهي ادبیات یوازیني ادبیات دي، چې ښځمنو په کې خپل احساس په ازاد ډول بیان کړی او دې ادبیاتو ته په کتو سره په دې پوهېږو چې دا ادبیات ډېر د ښځمنو له خوا را منځته شوي دي.

 په دې ادبیاتو کې د پښتنو دود او دستور بیان شوي. ښځو په ډېری لنډیو کې هغه ناخوالې بیان کړي، چې له دوی سره په بېلا بېلو وختونو کې شوي. پښتنو ښځمنو خپل مظلومیت په ازادانه ډول په دې ادبیاتو کې بیان کړی او د دوی د ریښتینې احساس څرګندونه کوي. 

په لیکلو ادبیاتو کې ښځې ځکه خپل احساس په ریښتینې ډول نه شي بیانولای، ځکه چې دوی له ټولنې څخه ویره لري، که دوی خپل ریښتینی احساس په ادبیاتو کې بیان کړي، که هغه نظم وی یا نثر دوی د ټولنې له منفي فکر او منفي خبرو سره مخ کېږي، نو ځکه د ښځو په لیکلي ادب کې دومره ښکلا، احساس او تخییل نه لیدل کېږي. 

د بېلګې په ډول که موږ د پښتو ژبې دا لنډۍ په نظر کې ونیسو چې وایي:
مین د خدای ګناهګار نه دی 
په ژیړو ګلو د هر چا مینه راځینه

دا د پښتو ژبې یوه مشهوره لنډۍ ده، چې د ولس له خوا را منځته شوې، په دې څوک نه پوهېږي، چې دا د نارینه وو له خوا را منځته شوې او که د ښځینه وو له خوا، چې اوس یې هم د ښادۍ له بدلو سره نجونې وایي، خو په ویلو کې کوم خبره نشته ځکه دا هر چاته د بل چا وینا ښکاري.

 خو که دا معلومه وای چې دا د یوې ښځې له خوا را منځته شوې، بیا دا ښځه د ټولنې له منفي خبرو سره مخ کېده، چې هغه ستونزه په دې برخه کې نه لیدل کېږي، هر چا چې هر څه ویلي ویناوال یې معلوم نه دی او نه هم له کومې ستونزې سر مخ کېږي. 

دا چې شفاهي ادبیات د پښتو ادبیاتو یوه لویه زیرمه جوړوي، نو ځکه یې په پښتو ادبیاتو کې ارزښت زیات دی. دا او دې ته ورته نور دېر لاملونه دي، چې په پښتو ادبیاتو کې یې د شفاهي ادبیتو ارزښت ډېر کړی.