په غونډو کې څه ډول خبرې پیل کړو او ویره ونه لرو؟ 

ډېری کسان په غونډو او د ډېرو خلکو تر منځ د خبرو کولو جرات نه لري او د خبرو له پیل څخه ویره لري، په دې نه پوهېږي، چې څه ډول خپلې خبرې پیل کړي. په داسې ځایونو کې مهمه هم د خبرو پیل دي، چې پیل باید په ښه ډول وشي، تر څو د ناستو کسانو پام ځان ته راواړوي او هغوی یې خبرو ته غوږ و نیسي. دا چې د خبرو پیل باید څه ډول وشي، چې د اوریدونکو د پام وړ وکرځي او د خبرو کولو د پیل ویره څه ډول له منځه یوسي تر څو په سم ډول خبرې وکړي؟ پر دې موضوعاتو د پوهېدلو له پاره لاندې ټکو ته پام وکړئ. 

دا به مو کله تجربه کړي وي، چې دخبرو کولو په وخت کې ویره زیاتېږي، کله چې د ستیج سر ته ولاړ شو او غواړو چې خپلې خبرې پیل کړو په دې وخت کې مو ویره یو وار زیاته شي او ځینې وخت په ځینو کسانو کې داسې هم کېږي، چې لاس او پښې یې په ریږدیدو شي. د دې له پاره چې خپله دا ویره له منځه یوسو او په ښه ډول خپلې خبرې پیل کړو لومړی باید دا ټکي په نظر کې و نیسو. 

کله چې د سټیج سر ته و لاړئ لومړی ټولو ناستو کسانو ته وګورئ او ټول سټیج تر خپل نظر لاندې تېر کړئ. بیا د خبرو د پیل کولو په وخت کې خپلې خبرې په یوه ټوکه شعر او یا هم یوه کیسه پیل کړئ، تر څو ستاسې د خبرو پیل جالبه او د اوریدونکو د پام را اړولو وړ و ګرځي. 

دا چې ورخطا کېږئ او جرات له لاسه ورکوئ دا خبره د تشویش وړ نه ده، دا یوه طبیعي خبره ده او ټول خلک په لومړیو وختونو کې د خبرو کولو پر مهال ورخطا کېږي. د دې له پاره چې د خبرو کولو پر مهال ورخطا نه شئ او د خبرو ښه پیل ولرئ؛ هڅه وکړئ چې تمرین وکړئ. تمرین ستاسې ویره له منځه وړي او له تاسې سره د خبرو کولو پر مهال مرسته کوي. 

د ځینو خلکو تجربې دي، چې دوی د خبرو کولو د تمرین له پاره له هیندارې سره خبرې کوي او یا هم خپل تمرین په هینداره کې کوي، ځینې نور بیا له ځان سره په داسې ډول تمرین کوي، چې هېڅوک نه وي او دوی هلته په تمریني ډول خبرې کوي. دا ډول تمرین هم د ښو خبرو کولو له پاره ګټور دي. دا چې په یو ځای یا یوه غونډه کې ښې خبرې وکړئ او ستاسې خبرې پر ناستو کسانو اغېزه ولري، باید د خبرو پیل مو ښه وي او د خبرو د ښه پیل له پاره تمرین وکړئ.