محیط او چاپیریال پر یوه انسان څه اغېزې لري؟

هغه چاپیریال چې موږ ژوند په کې کوو، د هغه چاپیریال خلک او د هغوی کړه وړه پر موږ څه اغېزې لري؟ ایا موږ د هغوی له منفی او مثبتو کړنو څخه اغېزمنېږو او که نه؟ که ترې اغېزمنېږو د دې له پاره چې ترې اغېزمن نه شو څه باید وکړو او د دې اغېزمنتیا لاملونه څه دي؟ په دې لیکنه کې به پر دې موضوعاتو بحث وشي. 

د اوسېدو ځای او هغه تولنه او د هغه ځای خلک چې هلته ژوند کوي، د دوی کړه وړه پر موږ هم ډېرې اغېزې لري. کله چې په یوه چاپیریال یا یوه ټولنه کې خلک یو ځای ژوند کوي؛ د دوی مثبتې او منفي کړنې یو پر بل اغېزې کوي. که یو څوک ښه کار کوي، ته د هغه د ښه کار په لیدو سره هغو ښو کارونو ته لېوالتیا پیدا کوي او د هغه انسان ښه کارونه په ژوند کې عملي کوې یا هم د دوی ښو کارونو ته ورته نور کارونه کوې. خو د دې تر څنګ ځینې کسان د خپل چاپیریال د خلکو له ناوړه کارونو څخه هم اغېزمنېږي او له ناوړه کارونو څخه یې پیروي کوي. که د چا له ناوړه کارونو څخه پیروي هم و نه کړي، بیا هم ترې اغېزمنیږي. ځینې اغېزمنتیا داسې وي، چې ته به نه غواړې، چې له هغه کار څخه اغېزمن شې، خو بیا هم ترې اغېزمنېږې. 

کله چې ستا د اوسېدو په ځای کې یا هم له تا سره نږدې کسان داسې کارونه کوي، چې زموږ کرکه ترې کېږی، که موږ په وخت سره له دې خلکو څخه ځان لیرې نه کړو او په یا هم د دې کارونو مخه ونه نیسو کېدای شي، له دې کارونو څخه یې موږ هم اغېزمن شو. ډېری کسانو سره داسې شوي، چې دوی په لومړیو وختونو کې له ځینې کارونو څخه ډېره بده وړي او کرکه ترې لري، خو کله چې دا کارونه په تکراري ډول و ویني، دا ورته عادي کېږي، وروسته بیا خپله هم دا کارونه ورسره کوي.

کله چې لومړی یوه نوی چاپیریال ته ځئ او له نوو خلکو سره اشنا کېږئ، لومړی هغوی ښه و پېژنئ د هغوی له کرداره سره ځان اشنا کړئ، خو دې ته متوجه اوسئ، چې له منفي کړنو څخه یې اغېزمن نه شئ. تل د یو چا مثبت کارونه په ژوند کې عملي کوئ. خو که مو د چا منفي کارونه لیدل او ستاسې نه خوښېده له هغو کارونو کرکه وکړئ، که امکان لري هغوی له هغو نا وړه کارونو څخه منعه کړئ، که منعه نه شوه له هغو خلکو څخه ځان لیرې کړئ، که د دې امکان هم نه وه، چې ځان ترې لیرې کړئ، بیا دا مه هېروئ، چې له هغه انسان او د هغه له کارونو کرکه وکړئ. 

محیط او چاپیریال پر یوه انسان اغېزې لري، نو متوجه اوسئ، چې د خپل چاپېریال  د خلکو له منفي کړنو څخه اغېزمن نه شئ. ځکه د چاپیریال د خلکو یو له بل څخه د منفي کړنو اغېزمنېدل ټولنه د ګمراهۍ پر لور بیایي.