ژر يا له وخت وړاندې انزال چې په انګلېسي کې ورته Premature ejaculation وايي او لنډ نوم يې (PE) دی په نارينو کې يوه عامه ناروغي ده. ژر انزال يا Premature ejaculation په دې مانا چې نارينه د خپل ځان او خپلې ميرمنې د جنسي غوښتنې وړاندې داسې يو وضعيت ته رسيږي چې مني يې بهر کيږي او د نارينه جنسي غرېزه په کې پای ته رسيږي. نارينه له دې ناروغۍ ډېر ځوريږي. ژر انزال د ښځې او خاوند ترمنځ د خپګان سبب هم کيږي او همدا ډول د نارينه لپاره د شرم سبب کيږي. د ژر انزال يا Premature ejaculation د وخت په اړه ويل شوي دي چې که چېرې د نارينه مني له يوې دقيقې په کم وخت کې بهر شي نو ورته ژر انزال ويل کيږي. په ژر انزال کې ډېر ځلې فزيکي او رواني لاملونه شتون لري. دې لېکنه لومړی د ژر انزال لاملونه او بيا ورپسې يې طبي او کورنۍ درمنله درته په ګوته کيږي.
د ژر انزال Premature ejaculation رواني يا Psychological لاملونه:
۱- تر ټول لومړی لامل چې ژر انزال رامنځ ته کوي د جنسي اړيکو په برخه کې د تجربې نشتون دی. هر کله چې يو نارينه د واده يا ګډ ژوند په لومړيو ورځو کې وي نو د کوروالي پر مهال په کم وخت کې انزال ته رسيږي. سبب يې دا دی چې هغه تر روحي اغېز لاندې راځي او ويره ورسره مل وي او همدا ډول يې پر ځان دا باور کم وي چې دی به وکولی شي او کنه چې د خپلې ميرمنې د غوښتنې اړوند کوروالی تر سره کړي.
۲- دويم لامل چې ژر انزال په کې رامنځ ته کيږي د نارينه ډېر تحريک دی، چې ورته overexcitement يا stimulation وايي. دا چې نارينه له خپلې ميرمنې سره د جنسي اړيکو لپاره ډېر لېواله وي نو بيا هغه مهال چې دا اړيکې تر سره کوي له امله يې ژر انزال رامنځ ته کيږي.
۳- ويره يا anxiety: هر کله چې نارينه پر ځان باور ونه لري او د جنسي اړيکو څخه په ويره کې وي نو د کوروالي پر وخت يې مني ژر بهر کيږي. دا ويره د پورته لومړي لامل پر اساس وي يا هم ځيني نور لاملونه لري، مطلب دا چې هر کله نارينه راحت نه وي نو د کوروالي پر مهال يې مني د خپلې خوښې وخت څخه وړاندې بهر کيږي.
۴- depression: ډېپرېشن هم د ژر انزال يو بل لامل دی. هر کله چې نارينه په ډېپرېشن کې وي نو دا په دې مانا ده چې خپل عادي وضعيت کې نه دی، نو هر کله چې وضعيت عادي نه وي نو مني له ټاکلي او د خپلې خوښې له وخت وړاندې بهر کيږي.
۵- ناروا اړيکې: ځيني ټولنو کې له واده پرته د هلک او جينۍ په منځ کې نامشروع اړيکې هم شتون لري. ځينو کسانو کې نامشروع اړيکې د ويرې، د وجدان عذاب او د ځان ملامتۍ يا feelings of guilt سبب کيږي او بيا د دغه ټولو په پايله کې د Premature ejaculation رامنځ ته کيږي.
۶- کوم کسان چې نه غواړي ميرمن يې حمل واخلي خو بيا هم جنسي اړيکې تر سره کوي نو دا ډول کوروالی هم چې د حمل ويره ور سره وي له وخت وړاندې د ژر انزال سبب کيږي.
۷- فشار يا stress هم د ژر انزال يو له مهمو فکټرونو څخه دی چې ژر انزال رامنځ ته کوي. فشار يا stress، اندېښنې يا depression، ويره يا anxiety او د وجدان عذاب يا feelings of guilt ټول په لويه کې د ژر انزال يا Premature ejaculation روحي يا Psychological لاملونه دي.
يادونه: د ژر انزال يا Premature ejaculation فزيکې لاملونه د همدې لېکنې په دويمه برخه کې ولولئ.
وروستي