د انسان د هاضمې سېسټم لنډ مالومات او په اړه يې لس عجيب حقيقتونه

د انسان هضمي سېسټم يو مهم سېسټم دی چې د ستونزو له امله يې انسان د مرګ تر ګواښ رسيږي. هاضمې سېسټم له خولې، مرۍ، معدې، او کولمو جوړ شوی دی. 
 
۱- که څه هم معده د انسان د هاضمې سېسټم مهم غړی او د هضم عملې مهم ارګان شمېرل کيږي، خو په حقيقت کې د هضم په عمليه کې له معدې ډېر رول کوچنۍ کولمې لري.
 
۲- کله چې يو څه وخوړل شي نو اړتیا نشته چې د جذب قوې پر بنسټ يې معده کش کړي؛ مرۍ يې په ځانګړو  حرکتونو سره يې تر معدې رسوي. 
 
۳- د hydrochloric acid په نوم تيزاب د معدې لپاره ډېر خطرناک دي. معده تر ډېره د خپل پنډ ديوال پر بنسټ له دغه تيزابو ځان ساتي. 
 
۴- د انسان په وجود د سرطان يا کنسر تر ټولو زيات ډول د هاضمې سېسټم سرطان دی. هر کال په نړۍ کې په مېلیونه کسان د معدې په سرطان اخته او مري. 
 
۵- د انسان په دفاعي سېسټم کې معده چې د هاضمې سېسټم غړی دی ډېر مهم رول لري. معده نه يوازې چې غذا هضم کوي، ډېری ميکروبونه او نورې بکترياوي هم له منځه وړي. 
 
۶- د معدې د ټپ يا ulcer اصلي لامل بکتريا ده او په بکترياوو کې مضره بکتريا د H. pylori په نوم ده.
 
۷- معده کولی شي چې تر څلورو کيلو ګرامه مايع غذايي مواد وساتي. 
 
۸- معده دا وړتيا لري چې د ۲۴ ساعتونو لپاره غذا خوندي کړي. له ۲۴ ساعتونو وروسته غذايي موادو په غايطه موادو بدل او بهر کيږي. 
 
۹- معده هم په فزیکي او هم په کيمياوي هضم کې رول لري.
 
۱۰- د معدې تيزاب د معدې د جوش ناروغي ده چې پښتو کې ورته زړه اېشيدل وايي او همدا ډول په انګلېسي کې هم ورته heartburnig وايي.