غزل

خبره داده  چې چاره به د دوښمن کومه
يار به مې وروسته پالم اوس غم د وطن کومه
 
منم د اور په ځنځيرو کې مو سبا تړلی
خو زه د ويښ شعور کارونه ورته نن کومه
 
ما په لاسونو کې د وړانګو غشي غبرګ نيولي 
د پرښتو غوندې به وار په اهريمن کومه
 
جابر حالات که راته ډير راشنه کړي غرونه اغزي 
زه به ضرور دسپين باغي تندي ديدن کومه
 
جلانه ! خاوره مې په مينه په سندرو پالم 
دستورو کښت مې د مورجانې په لمن کومه