غزل

په اوښکو، درد ، په مرګ ، تيارو کې هم روښان پاتې يم
عجبه نه ده؟ دومره سختو کې هم ځوان پاتې يم
 
څه د حسينو بهانو په شور کې ژوند تيروم 
بس د اوبو په سر روان ځګ يم روان پاتې يم
 
زما د ورکې هڅه ناکه کوی هسې هم زه 
د اور هيندارو کې منظر د ګلستان پاتې يم
 
کله سر ګرم ، کله يخ زړه ، کله شين له خندا 
په قيمارباز عمر مې څه ښکلی تاوان پاتې يم
 
نورو ته تيږه يم جلانه ! خو يو تا ظالم ته 
روا شراب ، ګرمې شيدې ، صدقه قربان پاتې يم
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
سيدجيلاني جلان 
کابل 
٢غویي