غزل

ناست یم د زړه د ړنګ دیوال ترشاه 
څه به مې حال وي ؟ ددې حال ترشاه

ترشـاه یې نیمه ځمکه وښـویده
ویې ښویده په څـڼو شـال ترشاه

دا تانده مینه دا ناهیلي ژونــد اه 
ډیرې سختې وې د زوال تر شاه 

مخ یې راوړاندې کړو ورغلی شومه
ثواب مې مـړ کړو د وبـال ترشاه 

ته د جـلان غــزل ژور ولوله 
پروت یې ګل دښتې دښتې خیال ترشاه