کېنه چې شيبې دې اخترېزې کړم
پاڼــــې د ګلاب درته نکريزې کړم
تاو مــــــې کړه له غاړې نه رڼې ليچې
پريږده چې هېندارې ماښاميزې کړم
دا ځل که په سره شړۍ کې راغلمه
نجــــونې د ښاريو به غــــريزې کړم
خداى که مې همداسې شرنګ کې وساتي
ډيــــــرې زمانــــــــې به ســــــــندريزې کــــړم
ګــــــــرځمه جلان د تــــــــــــرنم په غرو
مړې سترګې د يار چې څلوريزې کړم
وروستي