دغه لس ويټاميونه په دې خواړو کې پيدا کيږي او د کمښت له امله يې بيا په دې ناروغيو اخته کېږی - دويمه برخه

د همدې لېکنې په لومړۍ برخه کې (https://rohi.af/news/90536) مو د ويټامينونو په اړه در سره عمومي مالومات شريک او همدا ډول د ټولو ۱۳ ډوله ويټامينونو له ډلې مو درته اې، بي يو او بي دوه ويټامينونه معرفي کړل. دلته د پاتې لس ډوله ويتامينونو په اړه مالومات ولولئ.
 
۴- بي درې ويټامين: د دغه ويټامين د نشتون له امله د Pellagra په نوم ناروغي پيدا کيږي. Pellagra د پوستکي ناروغي ده. دې ناروغۍ کې پوستکی التهابي شي، اسهال رامنځ ته، خوله زخم کيږي. بيلا بيلو  شنو (سبزۍ)، غوښه، ماهي، هګيو، ستوريو يا mushrooms او د وچې ميوې په زړو کې دا ويټامين ډېر دی.
 
۵- ويټامين بي پنځه Vitamin B5: هغه کسان چې د دغه ويټامين له کمښت سره مخ وي، Paresthesia په نوم ناروغۍ باندې اخته کيږي. Paresthesia په ناروغۍ کې اسهال، د زړه جوش يا د معدې اېشېدل او کانګې ناروغۍ ځوروي. شنه ګلپي، اوکاډو Avocado او غوښه د دغه ويټامين غني سرچينې دي.
 
۶- بي شپږ ويټامين Vitamin B6: بي شپږ ويتامين چې هر کله د انسان په وجود کې کم شي نو بيا د وينې د کمښت (کم خونۍ - Anemia) ناروغي ترې پيدا کيږي. که چېرې غواړئ د کم خونۍ په ناروغۍ اخته نه شئ او بي شپږ ويټامين مو پوره وي، نو کيلې، غوښه او شنه (سبزۍ) ډېر وخورئ.
 
۷- بي اووه ويټامين Vitamin B7: د پوستکي يوه ناروغي چې د پوستکي د خارښت، سوروالي او سوځېدو لامل کيږي د بي اووه ويټامين د کمښت له امله ده. د پوستکي دا ناروغي Dermatitis نوميږي. همدا ډول د enteritis په نوم ناروغي چې د اسهال او کانګو له امله په کې د وجود اوبه کميږي د بي اووه ويټامين د نه کافي اندازې له امله ده. که د هګۍ نه پخه شوي ژيړ وخورئ، ځيګر وخورئ، وچې ميوې وخورئ او شنې سبزۍ وخورئ، نو وجود به مو د بي اووه ويټامين له کمښت سره مخ نه شئ او په پورته دوه ناروغيو به اخته نه شئ.
 
۸- بي نهه ويټامين Vitamin B9: که چېرې دا ويټامين کم شي نو په نارينه او ښځو کې د کم خونۍ ناروغي رامنځ ته کيږي او په حمل لرونکو ښځو کې د بي نهه ويټامين کمښت له امله ماشوم په فزيکي يا رواني ډول کمزوری پيدا کيږي چې په خوستۍ لهجه کې ورته مېرزودي وايي. ځګير، وچه ډوډۍ، غلې - دانې او پاڼې لرونکې شنه يا سبزۍ دا ويټامين ډېر لري.
 
۹- ويټامين بي دولس Vitamin B12: دغه ويټامين په غوښه، ماهي، شيدو او هګيو کې ډېر دی. د کمښت له امله يې د کم خونۍ يو ډول نارغۍ باندې اخته کېږئ. که چېرې وجود کې د بي دولس ويټامين کمښت وي، نو په بشپړې شمېرې سره د وينې سره کرويات نه توليديږي.
 
۱۰- ويټامين سي Vitamin C: د دغه ويټامين له نوم سره به ډېر اشنا وی. د Scurvy په نوم يوه ناروغي د ويټامين سي د کمښت له امله ده. په Scurvy ناروغۍ کې وجود کمزوری کيږي، له اوريو وينه ځي، په مړوندو او پښو کې زخمونه پيدا کيږي، له پوستکي وينې بهېدل، د ويښتانو توېدل او داسې نورې ستونزې پيدا کيږي. ويټامين سي په ډېرو ميو، سبزيو او ځيګر کې شته دی.
 
يادونه: درې پاتې نور ويټاميونه د همدې لېکنې په درېيمې يا وروستۍ برخه کې ولولئ