هېڅ نه پوهېږمه چې دا کـــوم ډول کار کوي
په خوله انکار کوي او سترګو کې اقرار کوي
ددې دوران په ښکلو ښکلو چې چا زړه بايللى
يا به چرسي وي يا بنګي يا به نصوار کوي
ته چې له ماسره دا کومې نارواوې کوې
دغه کارونه ګـــوره ټول ياره کفار کوي
لږ په کـــــراره ته خو سمه لېونۍ يې ګرانې
د يارانې خـــــــبرې ايا څوک په جار کوي؟
يو وخت به وګورې ښايست به دې همداسې نه وي
يو وخت به واورې چې يو څوک درتـــه ازار کوي
( يرغل ) غريب دى زه غريبو ته لور نه ورکوم
دغه خــــــبرې به دې ګرانې ترڅو پلار کوي
انورالحق ( يرغل )-ننګرهار
وروستي