انورالحق ( يرغل )
څومره چې زلمي زمونږ د کلي دي
ټول دې ځان پسې لېوني کړي دي
ښکلى ننګرهار له ښکلو دومره ډک
ته به وايې ټول دلتــــــه راغلي دي
نن شپه مې ده بيا ټوله غـــــــــمو سره
نن مې ورته بيا ډېر ډېر کــــــــــتلي دي
سترګې مې چټي هسې لږ سرې ښکاري
نه ، نه مـــــــــورې! ما ولې ژړلي دي؟
ښکلي که هرڅو په کاڼو ولي مونږ
مونږه مئينانو ته ښاغلـــــــــــــي دي
ستا او د زرداد تر منځ توپير څه دى
وه لېــــــونۍ ! تا هم ډېـــــــر وژلي دي
تروسه مې په ښکلو زړګى يخ نه دى
تروسه مـــــــې يو څو غېږ کې نيولي دي
بس خو که په شرق کې دي که غرب کې دي
ټول پښتانه ښکلي ښکلي ښکلـــــــــــي دي
مړ دې شي او ورک دې شي ( يرغل ) څوک دى
نن يې بيا ريبار تـــــــــــــــه دا ويلــــــــــي دي
وروستي