سلمان خان ته د دیپیکا د ميني وړانديز  او د سلمان خان ځواب

روهي (جمعه/۲۱ د غبرګولي)، د هندوستان د بالېوډ سېنما مشهورې لوبغاړې دیپیکا پادوکونه نامتو ستوري سلمان خان ته په يو پروګرام کې د مينې وړانديز کړی او هغه ته يې ګل ډالۍ کړی دی. 

نوموړې په يو ګڼيز پروګرام کې له سلمان خان پوښتنه کړې ده چې ته ما سره واده کوي او کنه؟ سلمان خان؟ دیپیکا پادوکونه د دريځ پر سر په ګونډو شوي، سلمان خان ته يې ګلونه وړاندې کړې او د واده يې ورته ويلي دي. 

سلمان خان د دیپیکا پادوکونه به ځواب کې په خندا سره ويلي دي چې دی له هېچا سره د واده پلان نه لري او واده نه کوي، خو نوموړي ويلي دي چې دی په دې نه خپه کيږي چې څوګ د واده وړانديز ورته کوي. 

دیپیکا پادوکونه د سلمان خان د رد ځواب په خندا سره تېر کړی او نور يې بيا په دې اړه ډېر څرګندون نه دی کړی. دغه دوه ستوري اوس مهال په يو فلم کې په ګد کار کولو هم سره اخته دي. 

سلمان خان د بالېوډ سېنما مشهور لوبغاړی دی؛ دی ۵۵ کلن دی؛ تر اوسه يې وداه نه دی کړی،  د زياتو فلمي  ستورو له خوا ورته د واده وړانديزونه شوي دي خو د نوموړي له خوا رد شوي دي.