نېږدې نهه متره اوږده نوکان 

روهي (څلورنۍ/۱۹ د غبرګولي)، د نړۍ په يو شمېر هېوادونو خلک د ګېنس د رېکارډونو په کتاب کې د خپل نوم د ثبت لپاره عجيب - غريب کارونه کوي. دوی کالونه - کالونه داسې چارې تر سره کوي چې حيرانونکې وي. څوګ خپل وېښتان نه پرې کوي، چا اوږده وېښتان خوشي کړي وي، څوګ کالونه - کالونه ځان نه مينځي او ځيني نور داسې کارونه کوي چې په عام ډول او ورځني ژوند کې يې بل څوګ نه تر سره کوي. 
 
لي ردموند د امريکا متحدو ايالتو اوسېدونکې ده، نوموړې له څو کالونو راهيسې  د خپلو دواړو لاسونو نوکان نه دي لنډ کړي. نوموړې دا کار په دې پار کړی دی، چې د اوږدو نوکانو رېکارډ خپل کړي. لي توانېدلې ده، چې د نړۍ دويم د اوږدو نوکانو کس او بيا د ښځو برخه کې لومړۍ ميرمن اووسي، چې د لاسونو نوکان يې له ټولو اوږده دي. 

د لي ردموند د لاسونو د نوکانو اوږدوالی ۸.۶۵  متره دی، چې کابو نهه مترو ته نېږدې اوږدوالی لري. له لي ردموند وړاندې په نړيواله کچه د اوږدو نوکانو رېکارډ ملوین بوته جوړ کړی دی. د نوموړي نوکان په نړۍ کې تر ټولو اوږده نوکان ثبت شوي دي. د ملوین بوته د نوکانو  اوږدوالی ۹.۰۵ مترو ته رسيږي او تر اوسه د ښځو او سړيو له منځه بل داسې کس نه دی توانېدلی چې د ملوین بوته د نوکانو رېکارډ ور مات کړي. 

که څه هم لي ردموند د نړۍ د اوږدو نوکانو د ښځې رېکارډ خپل کړی دی او نوم يې د کېنس د رېکارډونو په کتاب کې ثبت شوی دی، خو په يوې ترافيکي پېښه يې نوکان مات شول او تر اوسه کومه بله ميرمن نه ده توانېدلې چې د لي ردموند په اندازه اوږده نوکان ولري.