د امریکا متحدو ایالتو بین الوزارتي پلاوي سره د ولسمشر دویمه ناسته

 روهي (دوه نۍ/۱۷ د غبرګولي)، د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د یاد هیواد بین الوزارتي پلاوي سره، دویمه ناسته ترسره شوه. 

په دغه کتنه کې چې نن مازدیګر په ارګ کې وشوه، د جمهوري ریاست مرستیالانو او د کابینې غړو هم حضور درلود، په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سیاسي، اقتصادي، ډیپلوماټیکو او امنیتي اړیکو د دوام په برخو کې د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د همکاري د نوي فصل پر بنیاد تفصیلي خبرې وشوې.

د امریکا متحدو ایالتونو بین الوزارتي پلاوي یو ځل بیا په یادو شویو برخو کې له افغانستان سره د مرستو په موخه د دغه هیواد د حکومت تعهد څرګند کړ. 

جمهوررئیس غني د یادو مرستو د دوام قدرداني وکړه وې ویل، د افغانستان د اړیکو نوی فصل به له بین المللي ټولنې په ځانګړي ډول زموږ د ستراتیژیک همکار امریکا متحدو ایالتونو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل وګرځي او د دواړو هیوادونو دولتونه به خپلو بحثونو ته دوام ورکړي.