د ولسي جرګې دوه غړي د پيسو په غير قانوني لېږد، زورواکۍ او د بې مسووله وسله والو په درلودو تورن شوي دي

روهي (دوه نۍ/۱۷ د غبرګولي)، د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني نن ورځ د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې ويلي دي، چې د جرګې دوه غړي پر قاچاق، زورواکۍ او د بې مسووله وسله والو په درلودو تورن شوي دي. 

رحماني ويلي دي چې په ولسي جرګه کې د لوګر وکيل شاپور حسنزوی او د بدخشان وکيل احمد ضیا یفتلي په اړه له عدليې او قضايي ادارو له خوا ورته رسمي مکتوبونه رسېدلي دي. 

د رحماني په وينا چې شاپور حسن زوی پر قاچاق، انسان تښتونې، زورواکۍ او د بې مسووله وسله والو په لرلو تورن شوی دی. رحماني د یفتلي په اړه هم د يو مکتوب ويلي دي خو په دې مکتوب کې څه شي دي، څه يې نه دي ويلي. 

خو د دغه مسالې په غبرګون کې په ولسي جرګه کې د لوګر استازي شاپور حسن زوی ويلي دي چې که چېرې د ده په اړه ويل شوي مسايل ثبوت شول نو له ولسي جرګې به استعفا ورکړي خو که چېرې پرې ثبوت نه شي نو د ولسي جرګې د رئيس مير رحمان رحماني غير قانوني کړنې به پر ټولنيزو رسنيو بربنډې او رسوا کړي.