عمران خان: افغانان دي سياسي جوړجاړی سره وکړي؛ پاکستان دا نه غواړي چې د بهرنيو ځواکونو له وتل وروسته يې ګاونډ افغانستان کې کورنۍ جګړه پيل شي 

روهي (نۍ/۱۵ د غبرګولي)، د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي چې پاکستان دا غواړي او دا هڅه کوي چې د بهرنيو خواکونو له وتلو وړاندې افغانان په خپل منځ کې يو سياسي جوړجاړي ته سره ورسيږي. 

د پاکستان لومړي وزير ويلي دي چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې د کورنۍ جګړې شونتيا ته اندېښمن دی او پاکستان دا نه غواړي چې په ګاونډ افغانستان کې يې کورنۍ جګړه وشي. 

نوموړي دا څرګندونې له رويټرز سره په خبرو کې پرونه جمعه کړې دي. عمران خان وړاندې زياته کړې ده، "اوسمهال پاکستان کې ډېره وېره ده او زه تاسو ته ډاډ درکوم، چې موږ به د امریکا تر وتلو وړاندې، افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره تر خپله وسه هڅې وکړو."

د پاکستان لومړي وزیر رویټرز سره مرکه کې دا هم ویلي، چې له کله نه چې امریکایانو له افغانستانه د وتلو نېټه ټاکلې... طالبان داسې انګېري چې ګنې جګړه یې ګټلې ده. پاکستاني لومړي وزیر زیاته کړې، د امریکا تر پرېکړې وروسته به د طالبانو راضي کول اسان کار نه‌ وي.