ټرمپ له فېسبوک ګيلامن دی 

روهي (نۍ/۱۵ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فېسبوک ادارې له هغه پرېکړې خوښ نه دی، چې دی يې له دوه کالونو لپاره له فېسبوک بند کړی دی. ټرمپ ويلي دي چې دا د امريکا ولس ته سپکاوی دی. 

پخواني ولسمشر ټرمپ ويلي دي چې ده ته نېږدې ۷۵ مېلونه کسانو رايه ورکړې وه او همدا ډول يې له  ۷۵ مېلونه ډېر څارونکي پر فېسبوک درلودل؛ دا چې فېسبوک اوس د دوه کاله لپاره د ده حساب بند کړی، ۷۵ مېلونه امريکايانو ته سپکاوی دی. 

فېسبوک پرون جمعه پرېکړه وکړه چې د تېرې جنورۍ مياشتې د هغه لېکنو له امله چې ټرمپ پر فېسبوک وکړې او خلک  يې د کانګرس پر ماڼۍ بريد ته وهڅول، تر دوه کاله پورې به ټرمپ ونه شي کولی چې پر فېسبوک حساب ولري.