د اکېسجن د يو بالون بيه درې برابره پورته او د بې برقۍ له امله د اکېسجن د توليد ۱۵ کارخونې تړل شوي 

روهي (نۍ/۱۵ د غبرګولي)، هېواد د کرونا ويروس د درېيمې څپې په خپرېدو سره په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د مصنوعي يا طبي اکېسجن کمښت رامنځ ته شوی دی. 

کابل ښاريان شکايت کوي چې په روغتونونو کې اکېسجن نه پيدا کيږي او د اکېسجن يو بالون چې پخوا يې بيه ۵۰۰ افغانۍ وه اوس مهال ۱۵۰۰ افغانيو ته رسېدلې ده. 

له بلې خوا هېواد نېږدې دېرش د اکېسجن د توليد کار خوني دي، چې اوس مهال د برېښنا د نشتون او همدا ډول يو شمېر نورو ستونزو له امله ۱۵ کارخونې تړل شوې دي. 

د طبي اکېسجن د فعالو کارخونو مسوولين وايي چې  دوی شپه او ورځ کار کوي، خو بيا هم د خلکو غوښتنې ډيرې دي او دوی نه شي کولی چې د اړتيا وړ اکېسجن ورته توليد کړي.