کرونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې؛ ۴۱ مړه او ۱۲۷۳ نوي مثبتې پېښې ثبت شوي دي

روهي (نۍ/۱۵ د غبرګولي)، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د نن ورځې شمېرو اړوند په تېرې يوې شپې ورځ کې په ټول هېواد کې د دغه ويروس ۱۲۷۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او همدا ډول ۴۱ کسان ترې مړه شوي دي. 

مثبتې پېښې په دغه ولايتونو کې ثبت شوې دي: 
کابل کې ۴۸۱
 کندهار کې ۵۰
هرات کې ۱
بلخ کې ۱۰۵
ننګرهار کې ۶۴
کندوز کې ۴۲
بغلان کې ۷۲
فاریاب کې ۲۷
پروان کې۵۰
هلمند کې ۵۶
میدان وردګ کې ۲۱
بدخشان کې ۵۵
لوګر کې ۲۶
لغمان کې ۲
بامیان کې ۲۱
کونړ کې ۱
غزني کې ۶۰
زابل کې ۱۶
فراه کې ۱۲
خوست کې ۲۰ او جوزجان کې ۶۰ کسان پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې په کورونا د اخته ټولو کسانو شمېر ۷۹ زره او ۲۳۶ تنو ته ورسېد، چې له منځه یې ۵۸ زره ۲۶۵ تنه روغ شوي.