تېره شپه د برېښنا يوه بله ستن د بګرام ولسوالۍ په رباط سیمه کې په ماين الوځول شوې ده 

روهي (نۍ/۱۵ د غبرګولي)، د افغانستان برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د وارداتي برېښنا یوه ستنه د بګرام ولسوالۍ په رباط سیمه کې د ماین په وسیله څه ناڅه ویجاړه شوه.

د ياد شرکت خبرپاڼه زیاتوي، "د روښنایي دښمنانو تېره شپه ۹:۲۰ دقیقې د دوو ماینونو د چاودنې په وسیله د وارداتي برېښنا یوه پایه په نښه کړه.
دغه راز درېیم ماین تر چاودنې مخکې د پولیسو له خوا خنثی شو. د یادونې وړ ده چې د یادې چاودنې په پایله کې د برېښنا جریان نه دی پرې شوی." 

خبرپاڼه کې وړاندې ويل شوي دي چې د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي ټیم د یادې ستنې پر رغولو کار پیل کړی دی.

د افغانستان برېښنا شرکت رهبري یو ځل بیا له خپلو هېوادوالو او امنیتي ځواکونو غوښتنه کوي چې د برېښنا تأسیساتو په ساتنه کې د افغانستان برېښنا شرکت سره مرسته وکړي.