سیدمعراج سادات د هرات امنيه قومندان وټاکل شو

روهي (نۍ/۱۵ د غبرګولي)، د هرات ولايت مقام په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې سیدمعراج سادات د دغه ولايت د نوي امنيه قومندان په توګه ټاکل شوی دی. 

نوموړی تېره شپه د خبريالانو له شتون پرته د هرات والي سيد وحيد قتالي له خوا د پوليسو پرسونل ته ور وپېژندل شو. له دې وړاندې غلام سنايي ستانکزی د هرات امنيه قومندان وو. 

نوي امنیه قومندان ژمنه کړې ده چې د هرات عمومي امنيتي وضعيت او په ځانګړي ډول د جنايي پېښو او وژنو د مخنيو برخه کې به ګړندۍ هڅې کوي.