سيمه ييز چارواکي: طالبانو د نورستان دوآب ولسوالي نېولې ده 

روهي (نۍ/۱۵ د غبرګولي)، رسنيو د نورستان د ولايتي مسوولينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې طالبانو د دغه ولايت دوآب ولسوالي په خپل کنټرول کې کړې ده. 

د نورستان دوآب ولسوالۍ له مرکز پارون سره نېږدې پرته ده او همدا ډول د د لغمان ولايت له دولت شاه ولسوالۍ سره ګډه پوله لري. د لغمان دولت شاه ولسوالۍ کې هم څه وخت وړاندې د طالبانو او حکومت ترمنځ سختې جګړې شوې وې. 

د نورستان ولایتي مسوولينو تر اوسه د دوآب ولسوالۍ د سقطو په اړه بشپړ مالومات نه دي ورکړي.