د کرونا ويروس او محرقې يا ترټکې  (typhoid) ترمنځ توپير او ګډې نښې - نښانې يې 

اوس وخت کې چې نړۍ د کرونا ويروس اوبا په سر اخېستې ده، نو هغه نښې - نښانې چې دغه ويروس يې لري ځيني وخت يې له هغه نښو او ستونزو سره توپير نه کيږي، چې ځيني نورې ناروغۍ يې رامنځ ته کوي. typhoid چې په دري ژبه کې ورته محرقه او پښتو کې لويه تبه يا ټرټکه وايي، ځيني نښې او علايم يې کرونا ويروس سره ورته والی لري. 

په لويه کې د کرونا ويروس او typhoid ترمنځ کومه اړيکه شتون نه لري، بلکې ترمنځ يې ژور توپير دی، خو ځيني نښې چې پر ناروغ راڅرګنديږي سره ورته والی لري. 

د ډاکټر جين په نوم د داخله ناروغيو يو متخصص وايي چې لومړی خو کرونا ناروغي د ويروس له لارې رامنځ ته کيږي او بيا د typhoid يا محرقې ناروغۍ لامل يوه مضره بکتريا ده. دا شونې ده چې يو کس په عيني وخت کې هم په کرونا ويروس ککړ وي او همدا ډول ورته د محرقې ناروغي پيدا شي. 

هغه بکتريا چې د محرقې ناروغۍ رامنځ ته کوي، salmonella typhi نوميږي. دغه بکتريا چې هر کله د انسان وجود ته دننه شي بيا له دوه اوونيو وروسته پر خپل کار پيل کوي او نښې يې راڅرګنديږي. سخته تبه، د زړه بدوالی او د خيټې درد د typhoid عمده نښې دي، چې ځيني وخت د مريو درد هم ور سره ملګری وي. 

د کرونا ويروس په اړه ډير ويل شوي دي چې دا يوه تنفسي ناروغي ده او ويروس د خولې او پوزې له لارې د انسان وجود ته لار پيدا کوي، خو بيا typhoid بکتريا ده چې د چټلو خواړو او غيري صحي اوبو له لارې د انسان د هاضمي سېسټم ته دننه کيږي. 

دا چې د کرونا ويروس ځيني لومړنۍ نښې لکه تبه او ګنګستيا د typhoid په ډول دي، نو لازمه دا ده چې د يادو نښو د ښکاره کېدو په صورت کې معاينه او ټيسټ تر سره شي.