صلاح الدين رباني: هغوی چې د سولې شعار ورکوي؛ هغوی جګړه هم اوږده کړې ده 

روهي (جمعه/۱۴ د عبرګولي)، د جمعيت ګوند د يو برخې مشر صلاح الدين رباني نن ورځ کابل کې د وزير محمد اکبر خان مسجد د امام مولوي اياز نيازي د وژل کېدو په لړمړي تلين غونډه کې برخه اخېستې وه. 

صلاح الدين رباني د خپلو خبرو په يوې برخې کې د حکومت پر چارو نيوکې کړې دي او ويلي دي چې په تېر يو کال کې د تل پاتې او باعزته سولې لپاره هيڅ نه دي شوي. 

نوموړي دا هم ويلي دي چې يو شمېر کسان چې د سولې شعارونه ورکوي خو بيا په حقيقت کې هم د دوی دي چې د خپلو ګتو لپاره يې جګړه اوږده کړې او غځولي ده. 

رباني وړاندې له خلکو غوښتي دي چې اجازه ورنه کړي چې يو شمېر مشخص کسان په واک کې د پاتې کېدو په پار د دوی پر برخليک معامله وکړي او له ولس قربانۍ واخلي. 

صلاح الدين رباني چې د ډاکټر عبدالله عبدالله نېږدې ملاتړی وو، د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د واک پر سر د تېر کال سياسي هوکړې وروسته له حکومت ليري او يو له نيوکه کوونکو څخه دی.