سرچينې: تمه ده چې د حکومت طالبانو د خبرو درېيم پړاو دوشنبه پيل شي 

روهي (جمعه/۱۴ د غبرګولي)، د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د درېيم پړاو د پيل لپاره د حکومت د سولې مرکچي پلاوي ځيني غړي دوحې ته رسېدلي دي. د دغه پلاوي ځينو غړو رسنيو ته ويلي دي چې دواړه خواوې د خبرو د پيل هوډ لري. 

بي بي سي ته د حکومت مرکچي پلاوي ځينو غړو ويلي چې د دواړو پلاویو د تماس ډلو په تېرو ورځو کې په غیررسمي توګه سره لیدلي خو په وینا یې د رواني اونۍ په لومړیو کې به دواړه مرکچي پلاوي بشپړ او د خبرو درېېم پړاو به پیل شي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بیا بي بي سي ته په یوه استول شوې پیغام کې ویلي، تر اوسه د ناستې لپاره کومه مشخصه ورځ نه ده ټاکل شوې، خو په وینا یې ''د دواړو پلاویو ترمنځ تماس او ارتباط شته.

له تېرو څو مياشتو راهيسې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې ځنډېدلي دي او په ورته وخت کې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې جګړې تيزې شوې دي.