قريشي: د پاکستان، افغانستان او چين؛ اقتصاد، سوله او پرمختګ سره تړلي دي 

روهي (پنځه نۍ/۱۳ د غبرګولي)، نن د افغانستان د سولې بهير او سيمه يیزو مسايلو په اړه د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو په يوې درې اړخيزې ناستې کې برخه اخېستې وه. 

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دغه ناستې ته په خبرو کې ويلي دي چې د پاکستان، افغانستان او چين؛ اقتصاد، سوله او پرمختګ سره تړلي دي. دغه ان لاين ناسته کې قريشي ويلي دي چې دوی هر وخت هڅه کړې ده چې له چين او افغانستان سره خپلې اړيکې غښتلې کړي. 

قريشي ويلي دي چې له افغانستان د امريکايي او ناټو ځواکونو په وتلو سره افغانستان د سولې يو بل فرصت تر لاسه کولی شي او هيله يې ښوودلې ده چې چين، افغانستان او پاکستان د ښه ګاودنډيانو په ډول متقابلې همکارۍ ولري.