کرونا ويروس نړۍ کې سل مېلونه کارګر له شديدي لوږې سره مخ کړي دي 

روهي (پنځه نۍ/۱۳ د غبرګولي)، ملګرو ملتونو په يو راپور کې ويلي دي چې نړۍ کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره تر سل مېلونه کارګر او هغه کسان چې په لږ ورځني مزد باندې يې کار کولو بې کاره شوي دي. 

د ملګرو ملتونو د راپور اړوند، دغه سل مېلونه کارګر د نړۍ په بېلابيلو هېوادونو کې بيکاره شوي دي او له امله يې دوی او د دوی د کورنۍ غړي له لوږې سره مخ دي. 

اوس مهال د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د کرونا ويروس درېيمه څيه خپره ده چې له امله کې حکومتونو بنديزونه لګولي او بې کاري يې رامنځ ته کړې ده.