ډاکټر عبدالله د حکومت دننه له يو شمېر اختلافونو سرټکوي 

روهي (پنځه نۍ/۱۳ د غبرګولي)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله نن ورځ د جنرال داود داود او شاه جهان نوري د مړينې په تلين غونډه کې ګډون کړی وو او د يو شمېر مسايلو په اړه غږېدلی دی. 

عبدالله عبدالله له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه ويلي دي چې د امريکايي ځواکونو وتل به پر افغانستان اغېز ولري خو دومره تاثير هم نه څومره چې د پخواني شوروي ځواکونو په وتلو سره رامنځ ته شوی وو. 

نوموړي د خپلو خبرو په يوې برخې کې د حکومت دننه د يو شمېر اختلافونو په اړه ويلي دي، چې اختلافونه شتون لري خو اوس مهال وخت دا دی چې موږ يووالی ولرو. 

د مصالحې عالي شورا مشر ويلي دي چې که چېرې خپل منځ کې يووالی ونه لرو نه بيا د حکومت او نظام د احتمالي سقوط شونتيا هم شته.