هرات والي وحيد قتالي د دغه انځور خپرېدو سره ويلي چې د طالبانو شپږ غړي يې نېولي دي 

روهي (پنځه نۍ/۱۳ د غبرګولي)، هرات والي سيد وحيد قتالي په يوې خبرې ناستې کې ويلي دي چې په هرات ولايت کې د طالبانو له خوا پر دولتي ځايونو د بريد پلان يې خنثی کړی دی. 

نوموړي په ياده خبري ناسته کې شپږ کسان چې مخونه يې پټ وو رسنيو ته ښوودلي او په وينا چې د دوی د طالبانو غړي دي او يو شمېر وسلې ورڅخه هم تر لاسه شوي دي. 

د وحيد قتالي په وينا چې ياد کسان د هرات د ملي امنيت له خوا د بيلا بېلو ولسواليو څخه نېول شوي دي او پلټنې روانې دي چې نور ملګري يې هم پيدا شي. 

سيد وحيد قتالي ويلي دي چې دغه کسانو په تېر کې په هرات کې په يو شمېر بريدونو کې لاس درلود او په خپلو لومړيو څرګندونو کې اعتراف هم کړی دی.