افغانستان د پيکو پارلماني اقتصادي همکاريو سازمان غړی شو

روهي (پنځه نۍ/۱۳ د غبرګولي)، پاکستان ته د افغانستان د ولسي جرګې مشر مير الرحمن رحماني د پارلماني اقتصادي همکاريو سازمان منشور لاسليک او په دې سره افغانستان د ياد سازمان رسمي غړی شو. 

 ایران، پاکستان، آذربایجان، ترکیه، ازبکستان، قرغیزستان، تاجکستان د ياد سازمان غړي هېوادونه دي. له دې وروسته افغانستان کې د پيکو دايمي رسمي غړی شو. 

د افغانستان ولسي جرګې ويلي دي چې په ياد سازمان کې د افغانستان غړېتوب به د غړو هېوادونو ترمنځ په ټرانزيتي او اقتصادي برخو کې اړيکې پراخه کړي.