عمران خان: افغانستان کې دې ثابت حکومت رامنځ ته شي؛ زموږ او د سيمې په کې ګته ده 

روهي (څلورنۍ/۱۲ د غبرګولي)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان نن اسلام اباد کې د تاجکستان له ولسمشر سره کتلي دي. د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په رسمي سفر اسلام اباد ته تللی. 

د تاجکستان ولسمشر سره عمران خان په يوې رسنيزې کنفرانس کې ويلي دي، چې د افغانستان سوله د سيمې او پاکستان په ګټه ده؛ که چېرې افغانستان کې ثبات وي نو سيمه به ور سره په امان کې وي. 

عمران خان دا هم ويلي دي چې د افغانستان موقعيت ته په کتو په افغانستان کې د يو ثابت حکومت جوړېدل د پاکستان او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ پراخه کولی شي. 

دواړه مشرانو په دې ټېنګار کړی دی چې د پاکستان او تاجکستان اړيکې هغه مهال لا ډېرې سره پياوړي کېدای شي، چې افغانستان کې  سوله او غښتلی حکومت جوړ شي.