کابل کې کرونا ويروس ناروغانو لپاره ځانګړي شوي روغتونونه د اکسېجن له کمښت سره مخ دي 

روهي (څلورنۍ/۱۲ د غبرګولي)، عامې روغتيا وزارت وايي چې هېواد کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو په ډېرېدو سره کابل کې روغتونونه د اکسېجن له کمښت سره مخ دي. 

د روغتيا وزارت لارښوونه دا ده چې که چېرې خلک روغتيايي لارښوونې پلې نه کړي او ټولنيز واټن سره وانه ساتي نو لېرې نه ده چې د لومړۍ څپې په پرتله به درېيمه څپه ډېره مرګوني او ګواښونکي وي.

د عامې روغتيا وزارت د نن ورځې شمېرې ښيي چې په تېرې يوې شپې او ورځ کې ۱۱۱۸ کسان تازه په کرونا ويروس ککړ شوي دي او همدا ډول ۲۷ نور ترې مړه شوي دي.