
روهي (څلورنۍ/۱۲ د غبرګولي)، زابل کې لومړی ځل ۲۴ تنه سیمه ییزې قابلې له زدکړو فارغې شوې. روغتیاپالان تمه ښي چي په روغتیايي مرکزونو کې د دې قابله ګانو په ګومارنې سره به د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شي.
زابل چې تر ډېره ناامنه ولايت دی د نورو ستونزو تر څنګ د نجونو زده کړې او په د ښځو لپاره د دندو فرصتونه هم په کې محدود دي. له ناامنۍ وراېخوا هلته رواجونه سبب شوي دي چې د ښځو د زده کړو بهير پيکه کړي.
د زابل ولايتي مسوولين وايي چې له دغه ۲۴ قابلو يې ژمن ليکونه اخېستي دي، چې درې کاله به په خپلو ولسواليو کې کار او دندې تر سره کوي.
د زابل ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر لعل محمد توخي هيله ښوودلې ده چې دې سره به د ښځينه روغتياپالانو ستونزه تر يو بريده حل شي.