له ډېر بېړني حالت پرته؛ د کرونا ويروس له امله دغه ۱۶ ولايتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهير ودرېد 

روهي (څلورنۍ/۱۲ د غبرګولي)، د پلازمينې کابل په شمول د هېواد د په ۱۶ ولايتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ ځنډول شوې ده. يوازې هغه کسانو ته به پاسپورټ ورکول کيږي، چې بېړنۍ اړتيا ولري. 

د پاسپورټ رياست تېره ورځ ويلي، چې په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوکر، ننګرهار، پکتیا، پروان، میدان‌وردک، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمروز ولايتونو کې د پاسپورټ ورکړه ځنډول شوې ده. 

دغه رياست ويلي دي چې يوازې هغه کسانو ته پاسپورټ ورکول کيږي، چې د روغتون تصديق ولري او د ناروغۍ په پار بهر ته ځي، دولتي کارمندان چې د رسمي ناستو لپاره ځي او هغه سوداګر چې د کار جواز او د سوداګرۍ وزارت تائيدي ولري. 

 پاسپورټ رياست په خبرپاڼه کې دا هم ويلي دي چې هغه کسان چې له دې خبرتيا وړاندې يې د پاسپورټ د اخېستو لپاره سندونه سپارلي وو، دوی کولی شي چې له اړوند پوست خونو خپل پاسپورټونه تر لاسه کړي.