برښنا شرکت: په تمه يو چې د کار زمينه برابره او قره باغ کې په ماين ويجاړه شوې پايه جوړه کړو

روهي (څلورنۍ/۱۲ د غبرګولي)، له تېر ماښام راهيسې په پلازمېنه کابل او د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې د برېښنا جريان غوڅ شوی دی. برېښنا شرکت يې لامل د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې په ماين د يوې پايې الوځول ښيي. 

د افغانستان د برېښنا شرکت په خبر پاڼه کې ويل شوي دي، "په خواشینۍ سره د وارداتي برېښنا یوه پایه یو ځل بیا د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ شینوارو سیمه کې د روښنایي د دښمنانو له لورې په ماین والوزول شوه.

همدا اوس د کابل او د وارداتي برېښنا پر تګلوري د پرتو ولایتونو برېښنا پرې شوه.
د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي ټیم له پوره چمتووالي سره په تمه دی تر څو د پایې د بیا رغولو او د برېښنا د مزي نښلولو لپاره د کار زمینه برابره شي.

د پایې د بیا ترمیم او د مزي بیا نښلولو د کار جزییات به وروسته له تاسو درنو ګډونوالو سره شریک شي."

له دې وړاندې هم د برېښنا څو پايې د وسله والو له خوا ويجاړې شوې وې؛ که څه هم په تړاو يې کسان نېول شوي خو وروسته يې د قانون پلي کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي دي.