ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري پلاوي او د سکتوري ادارو مسوولینو سره په ناسته کې، د دوی د کړنو او فعالیتونو راپور واورېد.
په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د سکتوري ادارو مسوولینو د خپلو چارو او فعالیتونو راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.
د ارګ په خبر پاڼه کې ويل شوي دي، چې ولسمشر غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، موږ د اسیا په کلیدي نقطه کې چې نفوس یې ۳،۵ میلیارد تنه دی ژوند کوو او د بازار موضوع زموږ لپاره مهمه ده.
جمهوررئیس زیاته کړه، له صنایعو او صادراتو ملاتړ او محصولاتو په ځانګړي ډول کرنیزو توکو ته بازار موندنه ډېره مهم ده.
هغه څرګنده کړه، صنعت او سوداګرۍ وزارت دې د صنعتي او سوداګریز لید او د صادراتو د بنسټزو موخو پر بنسټ له صنایعو د ملاتړ ترڅنګ، د افغانستان تولیدات د نړۍ بېلابېلو برخو لکه چین، ایران، مرکزي اسیا او ټولو هیوادونو ته ورسوي.
وروستي