
روهي (درې نۍ/۱۲ غبرګولي)، نن د ماشومانو نړيواله ورځ ده؛ د افغانستان کار او ټولنيزو چارو وزارت هم دا ورځ ونمانځله. د ياد وزارت شمېرې ښيي چې افغانستان کې اوس مهال نېږدې شپږ مېلونه ماشومان له ګواښ سره مخ دي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مالوماتو پر بنسټ افغانستان کې اوس مهال يو مېلون ماشومان په نشه يي توکو عادت او افغانستان د نړۍ له هغه هېوادونو دی چې د ماشومانو لپاره تر ټولو ډېر ګواښونکی وي.
تر ګواښ لاندې شپږ مېلونه ماشومانو کې پر نشه يي توکو ککړ، يتيمان، د جګړې قرباني شوي او بې ځايه شوي ماشومان شامليږي چې په بېلا بېلو برخو کې مرستې او لاس نيوي ته اړتيا لري.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مسوولينو په وينا چې اوس مهال په هرو لسو ماشومانو کې يو ماشوم تر تاوتريخوالي لاندې نېول کيږي.