
روهي (درې نۍ/۱۲ د غبرګولي)، د ناټو د دفاع وزيرانو په ناسته کې د دغه سازمان عمومي منشي ینسسټولټنبرګ د افغانستان د امنيتي وضغعيت په اړه اندېښنې ښوودلې او ويلي دي چې د افغانستان امنیتي وضعیت اوس مهال ستونزمن او ننګونکی دی.
نوموړي د افغان ځواکونو په اړه ويلي دي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره باید افغان ځواکونه، د خپلې راتلونکې ټول مسوولیت ومني.
ینسسټولټنبرګ له دې وړاندې ويلي وو چې اوس مهال افغان ځواکونه پر پښو درېدلي دي او د بهرنيو ځواکونو له ملاتړ پرته هم جګړه کولی شي.