امريکايي ځواکونه تر ټولو ستره هوایي اډه (بګرام) افغان ځواکونو ته سپاري

روهي (درې نۍ/۱۲ د غبرګولي)، ټاکل شوې ده چې راتلونکو دوه اوونيو کې به امريکايي ځواکونه افغانستان کې خپله تر ټولو ستره هوایي اډه (بګرام) افغان ځواکونو ته وسپاري. 

بي‌بي‌سي ته یو شمېر سرچینو منلې، چې د یادې اډې د سپارلو لوژستیک کارونه له دوشنبې راهیسې پیل شوي او ټاکل شوې په ۱۴ ورځو کې بشپړ شي.

د ملي دفاع وزارت هم د یادې اډې د سپارلو خبره تاییدوي او وایي، چې ډېر ژر به د دې سترې هوايي او پوځي اډې ټول مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې امريکايي ځواکونو کابل کې د نوي کابل په نوم یو پوځي کمپ هم د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارو.