خالد:په تېرو څو میاشتو کې افغان ځواکونو ثابته کړه چې موږ د افغانستان له هرې لوېشتې دفاع کولای شو

روهي (دوه نۍ/۱۰ د غبرګولي)، د ناټو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې د افغانستان دفاع وزیر ډاډ ورکوي چې نړیواله ټولنه به تر ۲۰۲۴ کاله پورې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

اسد الله خالد نن ورځ کابل کې د کمانډو ځواکونو د ۴۳۷ سرتيرو په فراغت غونډه کې دا څرګندونې کړې دي. خالد ويلي دي، چې په تېرو څو میاشتو کې افغان ځواکونو ثابته کړه چې موږ د افغانستان له هرې لوېشتې دفاع کولای شو. 

نوموړي وړاندې زياته کړې، ”تر ۲۰۲۴ کال پورې ستاسې د تعلیم او تربیې، لګښتونو تمویل او وسایلو او وسایطو د تمویل لپاره نړۍ او په ځانګړي ډول ناټو موږ سره قرارداد لري او حتی د اړتیا پر مهال شاید د هغوی هوایي قوتونه له موږ سره په هغه ځای کې چې اړتیا وي مرسته وکړي، خو په تېرو څو میاشتو کې افغان ځواکونو ثابته کړه چې موږ د افغانستان له هرې لوېشتې دفاع کولای شو."

 د ملي دفاع وزير اسد الله خالد له څو مياشتې ناروغۍ وروسته هېواد ته راستون او دا يې په کابل له ځنډ وروسته لومړۍ رسنيزه ناسته وه چې نوموړي په کې ګډون وکړ.